د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د هېواد د مرکزي بانک یو رییس ټپي شوی دی.
د افغانستان د مرکزي بانک لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په نننۍ چاودنه کې د مرکزي بانک د منازعاتو د حل د کمېټې رییس او موټر چلوونکی یې ټپي شوي او ساتونکی یې وژل شوی دی.
د افغانستان مرکزي بانک پر عبدالله دراني وروستی برید غندلی دی او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.
د کابل پولیسو بیا ویلي وو چې په دې پېښه کې درې کسه ټپیان شوي دي.
پېښه نن سهار د کابل ښار د شاه شهید په سیمه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
بلخوا نن سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله درې کسان ټپیان شول.
د یاد ولایت چارواکي وایي، د چاودنې له امله یوشمېر هټۍ والو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.