Home » افغانستان » ژورنال:طالبان د خپل حکومت د جوړولو لپاره جګړه کوي
رویداد خبري آژانس

ژورنال:طالبان د خپل حکومت د جوړولو لپاره جګړه کوي

لانګ ور ژورنال په یوه تحلیل کې لیکي چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د اسلامي امارت د تاسیس په لټه کې دي.

لانګ ور ژورنال په یوه تحلیل کې لیکي چې طالبان د افغانستان اوسنی حکومت نه مني او په خبره یې دغه ډله د خپل حکومت د تاسیس او واک ته رسېدو لپاره جګړه کوي.

لانګ ور ژورنال لیکي سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې د سولې لپاره پيل شوې دي خو په افغانستان کې جګړه خونړۍ ده او طالب مشرانو له خپلو وسله والو غوښتي چې په افغانستان کې د یوه بل حکومت د جوړولو لپاره باید خپلو جګړو ته ادامه ورکړي.

لانګ ور ژورنال وایي که وضعیت همداسې روان وي نو ددوحې هوکړه او بین الافغاني مذاکرات بې پایلې دي او باید په دې اړه امریکا خپل دريځ روښانه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...