چین وايي، تازه ۱۷۲ کسان په کووید-۱۹ اخته شوي دي.
د چین روغتیايي چارواکو نن یکشنبه جنورۍ ۲۴ (سلواغه ۵) وویل، په داسې حال کې چې د خپل هېواد په شمال کې د کووید-۱۹ د خپرېدو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، ۱۷۲ مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.
تېره اوونۍ چینايي چارواکو له خلکو وغوښتل چې د کووید-۱۹ د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې د نوي لمریز کال په شپو ورځو کې غیر ضروري سفر نهکوي.
په چین کې د نوي کال په رخصتیو کې ملیونونه کسان له خپلو کورنیو سره له یوه ځایه بل ته سفر کوي.