چین ۶میاشتې وروسته ومنله چې هند سره جګړه کې یې څلور سرتیري وژل شوي.
د چین پوځ پرون جمعې په ورځ فبروري ۱۹ (کب لومړی) وویل چې تېرکال په همالیا کې له هند سره یې په سرحدي جګړه کې څلور سرتېري وژل شوي وو.
بیجینګ هغه وخت د هندي او چینايي سرتیرو ترمنځ په دغه لاس په لاس جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړي نه وو.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هو چونېنګ وویل چې د دغه خبر خپرول ښايي له نړیوالو سره د حقایقو په درک کولو کې مرسته وکړي.
چین شپږ میاشتې وروسته دا خبر خپور کړی دی، دغه کار د دې ښکارندوی دی چې چین د مسایلو د پټولو فرهنګ لري.
هند له دغې جګړې وروسته اعلان کړی و چې ۲۰سرتېري یې وژل شوي دي. دا لاس په لاس جګړه د ۲۰۲۰د جون په میاشت کې شوې وه.
بیجینګ د خپلو عسکرو د تلفاتو خبر له نوي ډیلي سره له څو مذاکراتو وروسته خپور کړ.
راپورونه وايي چې د هند او چین ځواکونه د پانګ ګونګ د جهیل په شمال او جنوبي سیمو څخه بېرته تللي دي او د دواړو خواو پوځيمشران مذاکرات کوي چې سرتېري یې نور هم له دغو سیمو څخه شا ته ولاړ شي.
چین او هند د همالیا لانجمنو سیمو کې ۳۸۰۰کیلیو مېتر ګډ سرحد لري او دواړه خواو د پراخو سیمو د مالکیت دعوه کوي.