Home » افغانستان » چارواکي: فاریاب کې په هوایي بریدونو کې ۸ طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

چارواکي: فاریاب کې په هوایي بریدونو کې ۸ طالبان وژل شوي

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي، افغان ځواکونو دغه هوايي بریدونه پرون سې شنبه د جنورۍ ۱۲ ( مرغومي۲۳) مازیګر په المار ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته کړې دي.

د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي په دې اړه رسنیو ته وویل: “په دې حمله کې ۸ تروریست طالبان وژل شوي، د دوی یو چک پاینټ یا یو کور یې چې د سړک پرغاړه و، له منځه وړل شوی او په دې هوايي حمله کې یې درې موټرسایکلونه هم په بشپړ ډول سوځول شوي دي.”

د فاریاب المار ولسوالۍ له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي، چې وخت ناوخت ترې د طالبانو د فعالیت راپورونه ورکول کېږي.

په قطر کې د سولې له هڅو سره- سره په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري یوه او بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...