Home » افغانستان » چارواکي:ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته دوه تنه د جعلي تذکرو جوړونکي ونيول شول
رویداد خبري آژانس

چارواکي:ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته دوه تنه د جعلي تذکرو جوړونکي ونيول شول

د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر څخه په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، د دې ولایت مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته ۱۶ تنه جعلي تذکره لرونکي او دوه تنه دوکانداران، چې مراجعينو ته يې جعلي تذکرې جوړې کړې وې ونيول.

رویداد خبري آژانس

د ننګرهار مرستيال وايي، چې د ګڼې ګوڼې مخنيوي او نظم په موخه يې د ويزې لګولو په موخه ځانګړی مهالوېش جوړ کړی، چې له مخې يې چارې تر پخوا ډېرې منظمې شوي او خلک ترې راضي دي؛ خو متاسفانه چې يو شمېر کسان د بې نظمۍ هڅه کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، نن  د مهالوېش له مخې د کامې ولسوالۍ نوبت و، چې شپاړلس تنه يې په داسې حال کې ونيول چې په جعلي تذکرو سره يې هڅه کوله ويزه ترلاسه کړي همدا راز دوه هټيوال هم نيول شوي چې جعلي تذکرې يې جوړولې دوکانونه يې وتړل شول او نيول شويو کسانو سره به د قانون له مخې چلند تر سره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...