Home » افغانستان » پولیسو یوشمېر کسان د قتل او غلاوو په تور نیولي
رویداد خبري آژانس

پولیسو یوشمېر کسان د قتل او غلاوو په تور نیولي

پولیسو د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې نهه کسان د قتل او غلاوو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندز، هلمند او پکتیکا ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوندو سیمو کې دڅو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه کسان د قتل، وژنې، او غلاوو په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې غیري مسئوله وسله‌وال زیات شوي او هره ورځ د هیواد له ډېریو سیمو د نا امنیو خبرونه راځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

محمود خان اڅکزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر ...