د افغانستان د سترې محکمې چارواکي وايي چې قضائيه قوې د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۷۶۲۰۰ جزايي قضیې څیړلي دي.
د افغانستان د سترې محکمې د حقوقي او قضايي مطالعاتو رئيس او ویاند احمد فهیم قویم امریکا غږ ته په خپلو خبرو کې وویل چې د یادو قضیو له شمېرې ۶۶۶۶۶ یې په ۱۳۹۹ کې سترې محکمې ته سپارل شوي او څه باندې ۹۵۰۰یې نور یې د ۱۳۹۸ مالي کال څخه پاتې وې.
هغه وویل: “د ۶۱۷۱۷ قضیو په تړاو حکمونه صادر شوي چې دا قضیې یوازې جزايي برخه رانغاړي او ډولونه یې د قتل، غلا، اخلاقي جرمونو، جنسي تیريو، اختلاس، بډې، اختطاف، د انسان قاچاق، د دولتي ملکیتونو غصب، له ښځو سره د تاوتریخوالي، د اداري فساد قضیې، د درنو جرمنو د اداري فساد قضیې، د مخدره موادو قاچاق، د ښځو پېرودل او پلورل او د طلاق قضیې دي”.
ښاغلي قویم زیاته کړه چې ۴۲۳۹ قضیې د تحقیقاتو په چارو او د جرم په کشف کې د نیمګړتیاو له امله بېرته اړوندو ادارو ته مستردې شوې دي.
د افغانستان د سترې محکمې دغه چارواکي په یادو قضیو کې د مجرم یا بريالذمه پېژندل شویو کسانو شمېر څرګند نکړ خو وې ویل چې په دې اړه او د مدني او سوداګریزو چارو په ګډون د نورو برخو د قضیو د توحید په تړاو کار دوام لري او بشپړ جزئيات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.