Home » سیمه او نړی » په دوو جلا پېښو کې ۱۰ پاکستاني عسکر وژل شوي دي
رویداد خبري آژانس

په دوو جلا پېښو کې ۱۰ پاکستاني عسکر وژل شوي دي

د سویلي وزیرستان او بلوچستان په بیلا بیلو بریدونو او چاودنو کې لس تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ويلي چې، دوه شپې وړاندې د سویلي وزیرستان د سرا روغه سیمې په ډیله مزارۍ کلي کې وسله والو کسانو د ملیشه سرتیرو پر پوستې برید کړی و.

پاکستاني چارواکو زیاته کړې، چې په دې برید کې پنځه پوځیان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

بلخوا ځایي رسنیو خبر ورکړی چې پرون په بلوچستان ولایت کې د چاودنې او وسله وال برید په پایله کې پنځه پوځیان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...