پاکستان وايي ټول اړخونه باید هڅه وکړي چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل او یوې پایلې ته ورسول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې سره له هېڅ ډول همکارۍ ځان نه دی سپمولی او اوس ددې وخت دی چې دواړه لوري ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل کړي.
هغه اوسنی وضعیت د سولې لپاره تاریخي فرصت بللی دی او په وینا یې هېڅ لوری دې دغه زرین فرصت نه ضایع کوي.
نوموړي همداراز ویلي چې دوی نړیوال په افغانستان کې سولې ته قانع کړل او په خبره یې د سولې مېز د طالبانو راوستل څه اسانه کار نه و خو پاکستان دا هر څه ترسره کړل.
قریشي دا هم وایي چې د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال به د پاکستان استازي هم حضور ولري ځکه په دغه پروسه کې یې ډېرې هڅې کړې دي.
قریشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا هم ددغه هېواد پر نیت شک موجود دی او هڅه کوي له دې پروسې د ځان په ګټه استفاده وکړي.