د پاکستان د ګمرکونو چارواکي وايي، د افغان سوداګرو د هغو کانتینرونو د لیلام بهیر یې ځنډولی چې د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د تړل کېدو له امله په دغه هېواد کې ایسار پاتې دي.
د پاکستان د ټرانزیټ سوداګرۍ عمومي رئيس عرفان جاويد ویلي، چې دا پرېکړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې په غوښتنه شوې او په کراچۍ بندر، تورخم او چمن کې پر ایسارو کانتینرونو تطبیقېږي.
تر دې مخکې د افغان سوداګرو د سلګونو کانتینرونو د توکو د لیلام د پیل راپورونه خپاره شوي وو. لوړې مالیې او د کانتینرونو د ساتنې لګښتونه د دې بهیر له اصلي لاملونو بلل شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس