Home » افغانستان » پاکستاني پوځیانو؛یو ځل بیا پر کونړ پنځوس راکټونه توغولي
رویداد خبري آژانس

پاکستاني پوځیانو؛یو ځل بیا پر کونړ پنځوس راکټونه توغولي

د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي چې پاکستاني نظامیانو یو ځل بیا د کونړ ولایت پر شلتن ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي دي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید ویلي چې، پاکستاني نظامیانو له تیرې شپې راهیسې د شلتن ولسوالۍ په سونو کلي او المازو ډوپ سیمو باندې پنځوس توپونه راتوغولي دي، چې خلکو ته پکې ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

بل لوري ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ د پاکستاني نظامیانو له لوري راکټي بریدونه غندلي او له پاکستانه غوښتي چې له ورته حساسیت پارونکو کړنو ډډه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر افغان خاوره توغندویي برید کوي بلکې وړاندې تر دې یې هم په وار وار پر افغان خاوره راکټونه توغولي او ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

افغان حکومت تر اوسه د پاکستان دې تېري ته غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...