د افغانستان ولسي جرګې غړي وایي د طالبانو او افغان حکومت مرکچي پلاوي ترمنځ باید مذاکرات چټک شي.
د ولسي جرګې غړو د نن چهارشنبه د جنورۍ ۶ ( مرغومي ۱۷) د غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو په پیلېدو دی نو ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره جګړه ختمه شي او اوربند تامین شي.
د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د خپلو خبرو پر مهال وویل اوربند د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده او دواړه لوري دې ژر تر ژره دې هدف ته د رسېدو لپاره خبرې چټکې کړي.
هغه یو ځل بیا له مذاکراتي پلاوو غوښتي چې په خبرو کې نرمښت وښيي او د جګړو د ختمېدو لپاره دې خبرې چټکې کړي.