وکیلان د ولسي جرګې غړي وایي امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې ناکامې دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه نېټه) د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په افغانستان په تېره په کابل کې وروستۍ امنیتي پېښې او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ بللي دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو پر امنیتي ادارو په تېره د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح چې د کابل د امنیت مسوول دی نیوکه کړې چې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکام دی.
د ولسي جرګې غړي خالد اسد وویل چې نامعلومه وسله وال هره ورځ په کابل ښار کې بریدونه کوي او د ځوانانو ژوند اخلي خو حکومت نه بینا سترګې لري او نه هم اورېدونکي غوږونه.
هغه د ولسمشر له لومړي مرستیال وغوښتل چې ژر تر ژره دې د د ولس غږ واوري، امنیت دې تامین کړي او د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې دې بې پروايي نه کوي.