ولسمشر غني نن ماښام د ويډيو کنفرانس له لارې د هلمند امنیتي وضعیت وارزولو.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي:” د هلمند ولایت مسوولینو وویل، د دغه ولایت په وضعیت کې مثبت تغییرات راغلي، امنیتي کمربند پیاوړی او امنیت ښه شوی دی او د دښمن ګواښونه او بریدونه په دوامداره توګه دفع کېږي.”
ولسمشر په دغه ويډيو کنفرانس کې ویلي چې د هلمند په وروستیو جګړو کې بېځایه شويو کورنيو ته رسېدګي کېږي او امنیتي پلانونه په منظم، ګډ او همغږي ډول مخته وړل کېږي.

په دغه ویډیو کنفرانس کې د هلمند روان حالت په داسې حال کې ښه بلل شوی چې د سيمې خلک وايي، حکومت په هلمند کې پر مختګ نه لري، خو چارواکې د ښار نه سقوط، لاسته راوړنه بولي.