Home » افغانستان » ولسمشر:ملګري ملتونه دې د تاوتریخوالي کمولو کې جدي همکاري وکړي
رویداد خبري آژانس

ولسمشر:ملګري ملتونه دې د تاوتریخوالي کمولو کې جدي همکاري وکړي

ولسمشر غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې غوښتي چې د تاوتریخوالي کمولو کې جدي همکاري وکړي.

افغان حکومت د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې او غوښتنې له ملګرو ملتونو سره شریکې کړې دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره کړې خپرپاڼه کې لیکلي، چې ولسمشر غني تېره شپه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینس سره کتلي او له هغه سره یې پر بېلو مسایلو بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د تاوتریخوالي اوج او سولې پر مذاکراتو بحثونه شوي دي.

ولسمشر غني ویلي چې افغان حکومت د سولې په تړاو نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړه خو اوس د ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې دلته د تاوتریخوالي په کمولو او جګړو په ختمولو کې اغېزناک رول و لوبوي.

د ملګرو ملتونو استازې هم په دې لیدنه کې قطر ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړي دي او په هېواد کې روان تاوتریخوالی یې د اندېښنې وړ بللی دی.

نوموړې هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه شي او دایمي سولې ته لار هواره شي.

دا په داسې جال کې چې د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاو د ډسمبر په ۱۲مه په یوې ګډې اعلامیې کې د ۲۰۲۱ د جنوري تر پنځمې د مذاکراتو د ودرولو خبر ورکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...