Home » افغانستان » ولسمشرغني: په هېواد کې پاکستاني بندیان دې خوشې شي
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني: په هېواد کې پاکستاني بندیان دې خوشې شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي په افغانستان کې دې پاکستاني بندیان خوشې کړای شي.

ولسمشر غني ویلي هغه زانداني پاکستانیان دې خوشې شي چې په افغانستان کې په مجازاتو محکوم شوي دي.

د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د ولسمشر فرمان څلور مادې لري چې په لومړۍ کې ویل شوي، هغه پاکستاني بندیان دې ازاد شي چې د بند موده یې یوه میاشت پاتې ده.

رویداد خبري آژانس

دویمه ماده کې بیا ورته نقدي جریمې معاف شوي دي او دغه حکم سر له تیرې ورځې د اجرا وړ دی.

ویل کېږي، دغه کار له پاکستان سره د ښو اړیکو او ښه نیت له مخې، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له راتګ وروسته شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...