ولسمشر محمد اشرف غني د عامه ساتنې تصدۍ پر ویاند ضیاء ودان نننۍ چاودنه غندلې ده.
ولسمشر غني ویلي چې پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د هغه له قوله ویل شوي: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني امنیتي او کشفي ارګانونو ته د دغه چاودنې د عاملینو د پیدا کولو او په سزا رسولو سپارښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیاء ودان نن سهار د کابل په کارتې نو سیمه کې په یوه چاودنه کې خپل ژوند لاسه ورکړ. او همدارنګه په دغه چاودنه کې د ودان تر څنګ د نوموړي یوه همکار او موټر چلوونکی هم وژل شوي دي.
طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.