Home » افغانستان » ولسمشرغني: پاکستان دې نا اعلان شوې جګړه نور پای ته ورسوي
رویداد خبري آژانس
کابل کې او ثبات' کنفرانس ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وینا

ولسمشرغني: پاکستان دې نا اعلان شوې جګړه نور پای ته ورسوي

ولسمشر غني د امن او ثبات دوه ورځني کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د سولې خبرو ته په اشارې وویل، پاکستان باید نا اعلان شوې جګوه نور پای ته ورسوي او افغانستان د یو آزاد، خپلواک او ډیموکرات هیواد په توګه ومني.

دغه ‘امن او ثبات’ کنفرانس کې پر افغان چارواکو او سیاستوالو سربېره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر سیاستوالو او فرهنګیانو ګډون کړی و او د ډیورند دواړو غاړو ته د امن راوستو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د کنفرانس د دوهمې ورځې ویناوالو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې د کنفرانس ګډونوالو ته وویل:” چې د یوه داسې حالت په خاطر کار کوو چې هم په پښتونخوا کې او هم تر کرښې دې خوا ته امن، سوله او ثبات واوسي.”

دغه کنفرانس د افغانستان د سرحدونو وزارت په کوربه‌توب جوړ شوی. 

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...