Home » سپورټ » ولسمشرغني راشد خان ته د ستر دولتي مډال د ورکړې فرمان ورکړ
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني راشد خان ته د ستر دولتي مډال د ورکړې فرمان ورکړ

ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د کرکټ ځلانده ستوري راشد خان ته د ستر دولتي مډال د ورکړې حکم ورکړ.

د افغانستان کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ولسمشرغني دا مډال د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د ملي اتل راشدخان د وروستيو سترو لاسته راوړنو او وياړونو له امله ورکوي.

راشد خان تازه د کرکټ نړيوالې شورا له خوا په شل اوريزه لوبو کې د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل شوی دی.

رویداد خبري آژانس

د يادونې وړ ده چې د اړوند ادارې له لوري د مډال د ورکړې لړۍ له بشپړېدو وروسته به ولسمشر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې راشدخان پر ستر دولتي مډال ونازوي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...