د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، وسلهوالو طالبانو دوه ورځې وړاندې د غزني پکتیکا لویې لارې ۶۰۰ متره سړک د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له منځه وړی دی.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې وسلهوالو طالبانو دوې ورځې وړاندې د غزني پکتیکا لویې لارې سړک د اندړو ولسوالۍ د خانې بابا په سیمه کې ۶۰۰ متره وران کړی دی.
جمعه زاده زیاته کړې، چې طالبانو یاد سړک د تراکتورونو په وسیله له منځه وړی دی چې د غزني پکتیکا خلکو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي.
نوموړی وایي، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان عامه تأسیساتو ته زیان رسوي بلکې تر دې وړاندې یې هم د غزني او پکتیکا لویه لاره اووه کیلو مټره د ماشنریو په وسیله ورانه کړې وه.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.