Home » افغانستان » هېواد کې ۸۰ کسان په کرونا اخته او اووه تنه نور مړه شوي

هېواد کې ۸۰ کسان په کرونا اخته او اووه تنه نور مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۸۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او اووه تنه نور مړه شوي دي.له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۴۸۳ ته لوړ شوی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته اووه تنه مړه شوي او ډېر شمېر نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۷۰ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۶ زره او ۸۸۷ ته رسېدلی دی.

یاد وزارت په هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...