Home » سیمه او نړی » هنګري کې د کرونا ویروس له امله د لګول شویو محدودیتونو ضد مظاهرې وشوې
رویداد خبري آژانس

هنګري کې د کرونا ویروس له امله د لګول شویو محدودیتونو ضد مظاهرې وشوې

په زرګونه کسانو د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د کرونا ویروس له کبله پر لګول شویو محدودیتونو په اعتراض راووتل.

مظاهره‌چیانو چې ماسکونه‌یې درلودل، خو په عامه د خلکو د نه‌راټولېدو اصول‌یې تر پښو لاندې کړل.

بل‌خوا په پلازمېنه بوداپست کې لږ تر لږه ۱۰۰ رستورانتونو ویلي چې سر له نن دوشنبه به خپل کار و بار د حکومت له اخطار سره سره بېرته پرانیزي.

حکومت خبرداری ورکړی چې د دغسې اقدام په صورت کې به د کار و بار خاوندان ۱،۷۰۰۰ ډالره جریمه شي.

د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د شپې له‌خوا ګرځبندیز لګول شوی، منځني ښوونځي، رستورانتونه او کافي شاپونه تړلي دي.

په هنګري کې په کرونا ویروس تر اوسه تر ۱۲،۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...