Home » سپورټ » نن زړه راښکوونکې لوبه؛ احمدولي هوتک د برازیلي سیال په وړاندې
رویداد خبري آژانس

نن زړه راښکوونکې لوبه؛ احمدولي هوتک د برازیلي سیال په وړاندې

د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک دا ځلې په هیواد دننه کابل کې د یوه سرسخته او تکړه برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبیږي.

دا لوبه نن پنجشنبه ماښام ۷ بجې ترسره کیږي، چې یک ټلوېزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپره کړې.

هوتک او لیونارډو پرون یوځای خپل وزنونه معلوم کړل او د خلکو مخ ته راڅرګند شول.

احمدولي هوتک څه موده وړاندې ویلي وه، دښمن ته به وښایو، چې کابل یوازي د جنګ میدان نه؛ بلکي د سیالیو ډګر دی.

خو په ځواب کې یې بیا سیال ویلي، چې هوتک د دده په وړاندې یو ماشوم لوبغاړی دی.

هوتک به په داسي مهال د برازیلي سیال سره د لوبي ډګر ته کښته سي، چې د ټپونو له امله یې له تیرو دوو کلنو راهیسي سیالي نده کړې.

هغه دوه کلونه مخکي کابل کې ناپېژانده کسانو د چاقوګانو په وسیله سخت ټپي کړی وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...