Home » سپورټ » نن د نړۍ دوې مخکښې لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندې لوبیږي
رویداد خبري آژانس

نن د نړۍ دوې مخکښې لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندې لوبیږي

نن ماښام د نړۍ دوې مخکښې د فوټبال لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندې لوبیږي، چې دواړو لوبډلو ننۍ لوبې ته وار له مخې د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

دا لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې د بارسلونا په کوربتوب نیوکمپ فوټبال لوبغالي کې پیلیږي.

رویداد خبري آژانس

د دې دوو قوي لوبډلو ترمنځ لوبه د ایلکلاسیکو په نوم یادیږي، چې تر دې دمه ۲۷۷ ځلې یو د بل په وړاندې په خپل تاریخ کې لوبېدلې.

په دې ۲۷۷ لوبو کې ۱۰۰ځلې ریال ماډرید او ۱۱۵ ځلې بیا بارسلونا بریا خپله کړې ده، خو ۶۲ ځلې بیا د دې دوو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...