نن د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي، چې تر شنبې پورې به دوام وکړي.
دا درې لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.
لومړۍ یوه یې نن، بله یې بل سبا د جمعې په ورځ او درېیمه او وروستۍ یې د شنبې په ورځ ده.
د دغو دوو لوبډلو ترمنځ تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې دوه ټېسټ لوبې وشوې چې یو د یوه پر وړاندې مساوي شوې.