د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي پرون مازیګر په سپین غر او سره رود ولسوالیو کې د دوو هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار رسنیو دفتر پرون د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه نېټه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي، په وژل شویو کې د دوی دوه قوماندانان هم شامل دي: “د دوو هوايي بریدونو په پایله کې د عبدالزاده مشهور په سنګري او برج په نومونو د دوی د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۷ وسلهوال طالبان ووژل شول. د دوی وسلې او مهمات تخریب شوي دي.”
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نهده کړې