Home » اقتصادی » ننګرهار کې د رومي بانجانو په تولید کې زیاتوالی راغلی
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې د رومي بانجانو په تولید کې زیاتوالی راغلی

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د رومي بانجانو کروندې او تولیدات زیاتې شوي دي او کال تربلې رومي بانجانو او سبو کرکېلي ته د کروندګرو لېوالتیا زیاتیږي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د رومي بانجانو او نورو سبو د کرکېلي د پراختیا او تولید زیاتوالي لپاره هڅې روان کړې چې دا هڅې لامل شوې، چې سږکال په دغه ولایت کې د رومي بانجانو تولیدات زیات شي.

رویداد خبري آژانس

د کرنې وزارت د ۱۳۹۸ یم کال د احصایې ریاست مالومات ښیي، چې تېرکال د دې ولایت په ۱۱۰۷ هکټاره ځمکه رومي بانجان کرل شوي وو چې د تولید کچه یې تر ۲۷ زره او ۶۷۵ مټریک ټنو ته ورسېد.

خو سږکال ددې ولایت د رومي بانجانو کروندې او تولیدات د تېرکال په پرتله زیاتي دي.

رویداد خبري آژانس

یاد ریاست زیاتوي، چې د ننګرهار کې د شنوخونو په بڼه هم د رومي بانجانو او یوشمېر نورو سبو او ترکاریو کرکېله کیږي او په پراخه کچه پېرېدونکي او مشتریان لري.

د کرنې ریاست همدارنګه زیاتوي چې په دې وروستیو کې دکرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د سبو او ترکاریو د تولیداتو زیاتوالي او د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو لپاره د ولایت په کچه ۸۴۲ لویې او وړې شنې خونې هم جوړې شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...