د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کی، د ننګرهار په بهسودو ولسوالی کې ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د دغو شنوخونو د پرانستې په غونډه کې انور الحق احدي خبریالانو ته وویل: ” دغه شنې خونې د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې، دکرنې وزارت د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP»، د کرنې د ودې او کلیوالی پراختیا پروژې «CBARD» او دغه راز له دویم ملی لومړیتوب څخه د ملاتړ «SNaPP2» پروژو له خوا د څه باندی ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.”

احدي زیاته کړه:” ددغو شنوخونو د جوړولو۸۵ سلنه لګښت د کرنې وزارت او یوازې ۱۵ سلنه لګښت یې برخمن شوي کسان ورکړي دي.”
په همدی حال کې، په یاده غونډه کي د ننګرهار والی ضیاءالحق امرخیل په دي ولایت کي د کرني وزارت له کړنو هرکلی او مننه وکړه او په دغه ولایت کې د کرنې سکټور برخې ته د لا زیاتی پاملرنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د ننګرهار ولایت د کرنی، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالی په بیلابیلو برخو کی څه باندی ۷۵۸ میلیونه افغانۍ لګولې دي.