Home » افغانستان » نعیم وردګ:ډېر ژر به په بین الافغاني مذاکراتو کې د اختلاف مسایل حل شي
رویداد خبري آژانس

نعیم وردګ:ډېر ژر به په بین الافغاني مذاکراتو کې د اختلاف مسایل حل شي

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ وايي د سولې په هیله خبرو ته حاضر شوي دي او ډېر ژر به په بېن الافغاني خبرو کې د اختلاف مسایل حل شي.

نوموړی وايي، په ټوله نړۍ کې د ستونزو د هواري په موخه خبرې له ځنډ سره مخ کېږي خو د ځنډ مانا دا نه ده چې تفاهم دې ناشونی وي.

په همدې حال کې له کابل څخه قطر ته د ورغلي افغان پلاوي مرکچي غړی نادر نادري وايي، د دوحې خبرې ټکنۍ شوې نه دي او ۹۲ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.

نوموړی وايي، په خبرو کې دمه عموماً د دې لپاره وي چې دواړه غاړې په خپل منځونو کې پر شویو خبرو سلا مشورې کوي.

نادري وايي، چې د دوی لوری لا هم په اوربند ټینګار کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...