Home » افغانستان » نبیل: امریکا دې طالبانو ته تر دې ډېر امتیازارت نه ورکوي
رویداد خبري آژانس

نبیل: امریکا دې طالبانو ته تر دې ډېر امتیازارت نه ورکوي

امریکا دې طالبانو ته تر دې ډېر امتیازات نه ورکوي او دغه ډله دې اړ کړي چې جګړې ختمې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي خو د سولې له اوسني بهیر ښکاري چې هر څه د طالبانو او امریکا په ګټه روان دي.

هغه وایي د دایمي سولې د راتګ لپاره باید تر هر څه مخکې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه له منځه وړل شوي او پر دغه ډله دې مالي سرچینې وچې کړل شوې وای هغه مهال افغانستان ته دایمي سوله راتلی شوی.

نبیل زیاتوي چې د دوحې په هوکړه کې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونو ته هېڅ راز اشاره نه ده شوې چې دا به د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړي.

نوموړي تمه ښودلې چې د امریکا نوی حکومت پر پاکستان فشار راولي او دغه هېواد مجبور کړي چې د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...