د ننګرهار ولایت د استیناف محکمې پر اداري کارکونکو وسله وال برید کې یوه تن وژل شوی او یوه بل ټپي شوی دی.
دغه پېښه نن سهار (چهارشنبې د مرغومې په ۲۴مه نېټه) شوې چې په ترڅ کې یې عبدالقیوم په نامه یوه تن ژوند بایللی او د عصمت الله په نامه د یادې محکمې بل کارکوونکی ټپي شوی دی.
د چارواکو په خبره پېښه د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند دمالوچې کوڅې ته څېرمه د شاهين ښوونيز مرکز سره شوې ده.
د مالوماتو له مخې پېښه په داسې حال کې شوې چې د استیناف محکمې دغه کارکوونکي د دندې پر لور روان وو.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.