Home » اقتصادی » ناټو له افغان ځواکونو سره د درملو مرسته کړې
رویداد خبري آژانس

ناټو له افغان ځواکونو سره د درملو مرسته کړې

د ناټو سازمان تېره ورځ اعلان وکړ چې له افغان امنیتي ځواکونو سره یې د سلګونو ټنو درملو مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د شمالي اتلانتیک سازمان یا ناټو پرون شنبې د ډیسمبر۱۳ ( لېنډۍ ۲۲) د یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دا مرستې به د ناروغیو پر مهال او هم په وایروسونو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو وړتیاوي زیاتې کړي.

د ناټو د تدارکاتو او ملاتړ ادارې ویلي، ویتامینونه، انټي بیټیکو، پلیو واکسین، د درد ضد درمل، عفویت ضد مایع او لومړنیو مرستو محمولې په څو ځانګړو الوتکو کې افغانستان ته رسېدلي او مرستې به دا میاشت هم روانې وي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

دغه راز د ناټو سرمنشي په دې غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو تر ۲۰۲۴ کال پورې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې تر راتلونکو څلور کلونو پورې به د امریکا په نه شتون کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...