Home » سیمه او نړی » ناروې او ډنمارک د کووېډ-۱۹ ضد استرازینیکا واکسیناسیون ودراوه
رویداد خبري آژانس

ناروې او ډنمارک د کووېډ-۱۹ ضد استرازینیکا واکسیناسیون ودراوه

ناروې او ډنمارک د کووېډ-۱۹ پر ضد د استرازینیکا واکسیناسیون په موقتي ډول ودراوه.

ډنمارکي چارواکو پرون (پنجشنبه) وویل، د ځینو جدي جانبي عوارضو د لرلو له کبله‌یې د دغه واکسین د ورکولو بهیر درولی دی.

راپورونه وايي چې په ډنمارک کې یو تن وروسته له دې مړ شوی چې دا واکسین‌یې وکړ.

ویل شوي چې دې واکسین د ځینو کسانو په وینه کې غوټې پیدا کړي، خو دا لا څرګنده نه‌ده چې څو کسانو ته دا ستونزه پېښه شوې ده.

د ډنمارک د روغتیا وزیر په یوه ټویت کې لیکلي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه اوس ممکنه نه‌ده او نورو څېړنو ته اړتیا ده.

له ډنمارکه وروسته ناروې وویل چې د نویو کلینیکي نتیجو تر څرګندېدو پورې د استرازینیکا واکسین ورکړه دروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...