Home » افغانستان » مېلر: د طالبانو جګړو، د بین الافغاني خبرې له خنډ سره مخ کړي

مېلر: د طالبانو جګړو، د بین الافغاني خبرې له خنډ سره مخ کړي

سکاټ مېلر وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالي د سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي دي په داسې وخت کې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي د تاوتریخوالي ډېرول د هېچا په ګټه نه دي.

د مېلر په وینا د تاوتریخوالي کمول او اوربند د افغانانو د راتلونکې لپاره مهم دي او دواړو لورو ته په کار ده چې جګړې ودروي.

هغه ویلي بین الافغاني خبرې روانې دي او ټول اړخونه په دې باور دي چې باید دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي خو دا چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی دغه خبرې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

هغه بیا هم ټینګار کړی چې له افغان ځواکونو او افغان دفاعي او امنیتي بنسټونو به یې ملاتړ دوامداره وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...