د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلونه ده.
نوموړي زیاته کړې چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې فعالیت کوي او په خبره یې ولسمشر به د ټاکنو له لارې واک خپل ځای ناستې ته انتقال کړي.
مینه پال زیاته کړې”د اوسني اسلامي جمهوري نظام د ساتنې په اړه د ولس هوډ واضح دی. افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلو نه ده د ملت واضح اراده دا ده چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې فعالیت کوي او د جمهور رئیس قانوني مکلفیت دی چې واک د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته انتقالوي.”
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال داسې مهال دغه خبرې کوي،چې د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل،د لنډ مهالي یا د سولې د حکومت جوړېدو په اړه یې داسې یوه طرحه ترلاسه کړې چې پکې د افغانستان اوسني جمهوري نظام او د پارلمان پر ځای پاتې کېدو وړاندیز شوی دی.
نوموړي ښکاره ونه ویل چې دا طرحه د چا لخوا ورسپارل شوې، خو، د ده په ټکو، ویل کېږي چې یاده طرحه د امریکا او طالبانو لخوا جوړه شوې ده.
ښاغلي رحماني ویلي وو،چې د دې طرحې ملاتړ کوي، خو ویې منله چې ستونزې پکې شته او باید اصلاح شي.
بلخوا نن سې شنبه (د سلواغې۱۴مه نېټه) لسګونه کسانو د ولسي جرګې ودانۍ مخې ته د دغې جرګې د رییس میر رحمان رحماني پر ضد لاریون کړی دی. دوی وویل :” رحماني بودجه یرغمل کړې ده، باید ژر د ملي امنیتي سرتېرو حق تصویب کړي او موږ مؤقت حکومت نه منو” شعارونه له ځان سره لېږدول او له رحماني غواړي چې باید د خپلو وروستیو جنجالي څرګندونو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې په قطر کې طالبانو د سیاسي دفتر غړي شیر محمد عباس ستانکزي په روسیه کې په یوه غونډه کې ویلی وو چې که چېرې اشرف غني نن ورځ هم استعفا ورکړي او د يو نوي حکومت لپاره هوکړه وکړي نو سوله به راشي او سوله بيا کېدونکې ده.