Home » افغانستان » میدان وردګ: د جګړې دواړو غاړو ته ځوانان دې چې قرباني ورکوي
رویداد خبري آژانس

میدان وردګ: د جګړې دواړو غاړو ته ځوانان دې چې قرباني ورکوي

په سوله او اوربند کې د ځوانانو د رول ترعنوان لاندې ملي کنفرانس ترسره شو

د ميدان وردګو ولايت په اطلاعاتو فرهنک رياست کې نن د تلې مياشتې په ۱۷مه د سولې او اوربند په اړه د ځوانانو د خبرو اترو او نقد ترعنوان لاندې ملي کنفرانس جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې د ځوانانو معینیت استازي احمد ولي ملکيار، د میدان وردګو ولايتي شورا رئیس اختر محمد طاهري، د اطلاعاتو فرهنګ رئیس بشیر محمدي، ښاروالې او يوشمير نارينه او ښځينه ځوانانو کډون کړي وو.
په غونډه کې ښاغلي طاهري وويل، د جنګ دواړه غاړو ته ځوانان دي چې قرباني ورکوي ځوانان بايد په ښکيلو غاړو غږ وکړي ترڅو اوربند وکړي د سولې د ټینګښت لپاره لومړی ګام اوربند دی.
د ځوانانو د معینيت استازي احمدولي ملکيار وويل، ځوانان دي چې د سولې په راوستلو کې مهم رول لري ځوانان بايد په ښکيلو غاړو غږ وکړي چې سوله وکړي ترڅو ځوانان مهاجرت ته بیا اړ نه شي.

همدا شان د اطلاعاتو فرهنک ريس بشير محمدي په تالار کې راغلو کډونوالو ته په خبرو کې وويل، چې د هيواد ۷۵ سلنه وګړي ځوانان جوړوي نو دوئ بايد يو بل ته سره لاس ورکړي او په يوه غـــږ سره سوله وغواړي .

د غونډي په پای کې راغلو کډونوالو د ميدان وردګو ولایت له والي ښاغلي عبدالرحمن طارق سره هم ليدنه وکړه، دوئ له ښاغلي طارق څخه وغوښتل چې د سولې او اوربند په را وستلو کې ورسره مرسته وکړي ښاغلي طارق وويل:(( زه په ځوانانو وياړم همدا ځوانان دي، چې د سولې په راوستلو کې عمده رول لري.))


دا په داسې حال کې ده نږدې یوه میاشت کیږي د قطر هیواد په مرکز دوحه کې د طالب او حکومتي پلاوو ترمنځ بین الافغاني خبرې روانې دي خو تراوسه یې مثبته پایله نده په ډاګه شوې .

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...