په میدان وردګو ولایت کې د سختو نا امنیو او نښتو په دوام تازه په یوه هوايي برید کې درې ماشومان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې بې پيلوټه الوتکو تېره شپه د نرخ ولسوالۍ په دراني سیمه کې هوایي برید کړی چې په پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او درېواړه د یوې کورنۍ غړي دي.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې دغه ولایت په دې وروستیو کې سخت نا امنه شوی.
د کابل-کندهار لویه لار نا امنه ده او ډېره برخه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
ددې لارې مسافر او موټر چلوونکي وایي چې د دوو ساعتونو مزل شپو او ورځو ته رسېدلی دی او د موټرونو کرایې هم څو برابره لوړې شوې دي.
د سړک شاوخوا ته پراته اوسېدونکي هم له سختو نښتو او جګړو شکایت کوي او په وینا یې روان وضعیت یې ژوند تریخ کړی دی.
عیني شاهدان وایي چې امنیتي ځواکونو هم خپلې پوستې پرې اېښې دي او ددوی په ځایونو کې وسله والو طالبانو د مسافرو تالاشۍ پیل کړې دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت بیا وایي دوی ځکه وړې پوستې راټولې کړې چې پر ځای یې لوی بیسونه جوړوي.
طالبان بیا وایي چې لاره ددوی په کنټرول کې ده، ملکیان ازادانه تګ راتګ کولی شي خو حکومتي مامورینو ته د تګ راتګ اجازه نشته.