Home » سیمه او نړی » میانمار کې له کودتا وروسته بېړنی حالت اعلان شوی
رویداد خبري آژانس

میانمار کې له کودتا وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

د میانمار پوځ د دغه هیواد کنټرول په لاس اخیستی او د یوه کال لپاره یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د اسوشېټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د میانمار یو پوځي تلویزیون نن دوشنبه فبروري ۱ (سلواغې ۱۳) دغه خبر ورکړی دی.

د میانمار پوځ په دغه هیواد کې د یو کال لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او ویل کیږي چې د دغه هیواد د ډموکراسۍ د ملي ټولنې د مشرې «ان سان سو چي» او وین مینټ په ګډون یې ګڼ شمېر نور سیاستوال هم نیولي او واک یې یو پخواني جنرال ته سپارلی دی.

د میانمار پوځي تلویزیون په یوې اعلامیې کې دغه اقدام د ثبات ټینګېدو لپاره مهم بللی او د یاد هیواد د ټاکنو کمېسیون یې د تیر ۲۰۲۰ کال نومبر میاشتو په ټاکنو کې په سرغړونو تورن کړی دی.

د «ان سان سو چي» په مشرۍ د ډموکراسۍ ملي ټولنې ګوند پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د زور له لارې د پوځ کودتا ته تسلیم نشي.

یاد ګوند په یوې بیانې کې د پوځ اقدامات د اساسي قانون سره په ټکر د روهنګیانو د خوښې خلاف د نه منلو بللي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د میانمار د پوځ لخوا د واک تر لاسه کولو او «سو چي» په ګډون د نورو چارواکو نیول کېدل یې غندلي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې په میانمار کې د ډموکراټیکو بنسټونو ملاتړ کوي او د دغه هیواد له پوځ څخه یې غوښتي چې ډموکراسۍ او قانون ته درناوی وکړي.

امریکا په میانمار کې د ۲۰۲۰ کال نومبر میاشتې د ټاکنو د پایلو د تغیر د هڅو سره مخالفت ښودلی او زیاته کړې ده چې د سرغړونې په صورت کې به اقدام وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...