Home » افغانستان » موسمي ناروغیو په اړه د کابل ښاریانو د اندېښنو زیاتوالی
موسمي ناروغي

موسمي ناروغیو په اړه د کابل ښاریانو د اندېښنو زیاتوالی

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي موسم په رارسېدو او د هوا د بدلون له امله یې د کورنیو غړي په موسمي ناروغیو لکه زکام، ټوخي، د ستوني په درد او تنفسي ستونزو اخته شوي دي. دوی وايي، د درملو او د درملنې لګښتونو یې اقتصادي ستونزې لا ډېرې کړي دي.
د کابل اوسېدونکی احمد له یوې اوونۍ راهیسې پر زکام اخته دی؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله یې تر اوسه د درملنې لپاره روغتون ته مراجعه نه ده کړې. نوموړی وايي: «هوا خرابه ده، دوړې او ګردونه دي، د ماشومانو ناروغۍ ډېرې شوې دي، د خلکو ستونزې زیاتې دي، د سینه‌بغل او زکام ناروغۍ ډېرې شوې دي، مېندې باید خپل ماشومان ګرم وساتي».
د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالمجید هم وايي، د هوا په سړېدو سره یې ماشومان پر موسمي ناروغیو اخته شوي چې دې ستونزې یې اقتصادي وضعیت لا ستونزمن کړی دی. هغه زیاتوي: «د ژمي موسم دی او هوا سړخ شوې، ماشومان له ګڼو ناروغیو سره مخ کېږي، زکام او سینه‌بغل زیات شوی، ټول باید ګرمې جامې واغوندي، د خلکو اقتصاد کمزوری دی او که خپل روغتیا ته سمه پاملرنه وکړي، له ناروغیو به خوندي پاتې شي».
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سعید واسع سعادت د تودوخې درجې بدلون، د هوا ککړتیا، د دوړو او ګردونو زیاتوالی، په بند چاپیریال کې د خلکو ګڼه ګوڼه، د روغتیايي سپارښتنو نه مراعاتول، نامناسبه تغذیه او له ناروغانو سره نږدې اړیکې د موسمي ناروغیو د خپرېدو له اړینو لاملونو څخه بولي. نوموړی زیاتوي: «دا ناروغۍ بېلابېل لاملونه لري چې چاپېریالي عوامل لکه د هوا سړېدل، د رطوبت کمېدل او د هوا ناڅاپي بدلونونه پکې شامل دي. ټولنیز عوامل لکه د خلکو ګڼه ګوڼه، د روغتیا ساتنې اصولو نه مراعاتول، نامناسبه تغذیه، له ناروغانو سره نږدې تماس، د واکسینونو نه تطبیقول او د واکسین له اخیستو ډډه کول د دې ناروغۍ په خپرېدو کې رول لري».
ډاکټر سعادت د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره د شخصي حفظ الصحې مراعاتول، د خولې او پوزې پټول، د ماسک کارول، د ګډو لوښو له کارولو څخه ډډې کول، د بدن د معافیت پیاوړتیا، د سالمو خوړو، مېوو او سبزیجاتو خوړل، د کافي اوبو څښل او د واکسینونو پر وخت تطبیقول اړین بولي.
ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، تېر کال نږدې شپږ میلیونه ناروغان چې د ستوني درد، سینه‌بغل، ټوخي او نورو تنفسي ستونزو په ګډون یې د بېلابېلو ناروغیو نښې لرلې، روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې وه او اړین روغتیايي خدمات ورته وړاندې شوي وو.
د هوا په سړېدو او د موسمي ناروغیو په زیاتېدو سره یو شمېر ښاریان له روغتیايي او اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي. د درملنې او درملو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی چې بېوزله کورنۍ د خپلو ناروغیو د درملنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شي او ځینې یې روغتیايي خدمتونو ته لازم لاسرسی ونه لري.

راپور: شمین نجرابي
ژباړه: فوزیه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د انټي‌بیوټیکونو په اړه د عامه پوهاوي د اوونۍ پای؛ د هېواد ډېری وګړي لا هم انټي‌بیوټیک په خپل سر کاروي

په ټوله نړۍ کې د ...