Home » افغانستان » ملگري ملتونه:له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوو
رویداد خبري آژانس

ملگري ملتونه:له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوو

ملګري ملتونه وایي د افغانستان د سولې له مسئلې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی په افغانستان کې ددایمي سولې غوښتونکي دي او له هغه پرېکړو ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه ترسره کېږي.

سټیفان ویلي د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ګڼو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه په دې تړاو مثبت ګامونه اخلي.

هغه زیاته کړې دوی له قطر، امریکا، روسیې، ترکیې او نورو ګڼو هېوادونو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

ملګري ملتونه وایي، تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي او افغانان په خپل هېواد کې سوله ییز او امن ژوند ولري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...