Home » افغانستان » ملګرو ملتونو یو وار بیا هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو یو وار بیا هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» وايي د روان تاوتریخوالي‌ ډیر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

یوناما پرون د شنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم۱۰) په یوې خبرپاڼې کې یو وار بیا په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم کړي.

یوناما وايي چې روان تاوتریخوالي پر افغان مېرمنو او ماشومانو تر ټولو زیات منفي اغېز کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټول اړخونه باید د سولې ټینګېدو لپاره د رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

یوناما وايي په تېرو نهو میاشتو کې په هرو لسو وژل شویو ملکي کسانو کې څلور یې ماشومان او ښځې دي.

د یوناما خبرپاڼه کې راغلي: “د همدې لپاره موږ دجګړې په ټولو ښکیلو اړخونو یوځل بیا غږ کوو چې د جنسیت پراساس تاوتریخوالي په ګډون په عاجل ډول تاوتریخوالی راکم کړي او د یو سوله ییز، په ځان بسیا او باثباته افغانستان لپاره کار وکړي.”

یوناما د اکتوبر په ۲۷ ​د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړ او ویلي وو چې په قطر کې د سولې د خبرو د پېلېدو سره سره بیا هم د ملکيانو تلفات ندي کم شوي.

په راپور کې راغلي وو چې د روان کال د جنورۍ میاشتې څخه بیا سپټمبر میاشتې تر پایه پورې ۲۱۱۷ ملکي کسان وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان ثبت شوي دي.

راپور ښيي چې د یادو تلفاتو ۴۵ سلنه طالبانو، ۲۳ سلنه د افغانستان امنیتي ځواکونو، ۲ سلنه نړیوالو ځواکونو او پاتې برخه یې داعش او نورو نا څرګندو وسله والو پوري اړولي دي.

یوناما داسې مهال د تاوتریخوالي‌ د کمولو غوښتنه کړې ده چې په قطر کې له څه موده راهېسې د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ‌خبرې روانې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...