Home » افغانستان » ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر وروستیو هدفي وژنو اندېښنه ښودلې
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر وروستیو هدفي وژنو اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر وروستیو هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او ټينګار یې کړی چې ژر تر ژره دې د ملکیانو مرګ‌ژوبله ودرول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون جمعه (د کب ۲۲مه نېټه) په یوه تازه خبرپاڼه کې له مذاکراتو وروسته  په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د بېړني اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په افغانستان کې پر دولتي کارمندانو، خبریالانو، قاضیانو، مېرمنو، مدني فعالانو، اقلیتونو او عالمانو بریدونه یو خراب عمل یاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو په دې اعلامی کې د هدفي وژنو د درېدو غوښتنه کړې او زیاته کړه یې ده باید د داسې پېښو عاملین ونیول شي او ټینګار یې کړی چې باید محکمه شي او د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.

امنیت شورا ټینګار کړی چې ښکېلې خواوې دي پر خپلو ژمنو عمل وکړي د ملکي وګړو پر وړاندې دي نړیوال بشردوستانه قوانین پلي کړي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې دایمي سوله هغه وخت کېدلای شي چې ټول غړي یو بل سره ومني او د سولې خبرې د افغانانو په مالکیت سره ترسره شي.

وروسته تر هغه چې په دوحه کې د طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې په هېواد کې د جګړې رنګ بدل شو او تر مخامخ جګړې هدفي وژنې زیاتې شوې چې د خبریالانو په ګډون یې دولتي کارمندان، عالمان او دې ته ورته قشرونه قرباني کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...