Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونو د امریکا له نوي حکومت څخه د ګوانتانامو زندان د بندېدو غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو د امریکا له نوي حکومت څخه د ګوانتانامو زندان د بندېدو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د امریکا له نوي حکومت څخه د ګوانتانامو زندان بندېدو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو سازمان په راپور کې راغلي، چې د دوی بې پرې کارپوهانو د ګوانتانامو زندان د بندیانو روغتیایي حالت خرابېدونکی ګڼلی او غوښتنه يې کړې چې بندیان دې ژر تر ژره له بنده ازاد، یا محاکمه کړل شي.

بل لوري ته د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان هم ویلي، دغه زندان کې بشري حقونه سلب شوي او باید وتړل شي.

ملګرو ملتونو یاد زندان خپل سری او ناقانونه بللی دی.

د مالوماتو له مخې، په ۲۰۰۳ کال ګوانتانامو زندان کې ۷۰۰ بندیان وو، خو اوس ۴۰ عسکرو سره نهه تنه بندیان پاتې ‌دي چې په خبره یې په جرمونو تورن یا محکوم شوي دي.

د ملګرو ملتونو ‎‎په راپور کې د امریکا له حکومت غوښتنه شوې چې بشري حقونه وساتي، د سر غړونو په اړه دې بې پرې څېړنې وکړي او هغو کسانو لپاره چې په ګوانتانامو زندان کې یې د توقیف موده او شکنجې تېرې کړي، تاوان دې ورکړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...