Home » افغانستان » ملي امنیت ځواکونو د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې ۱۶طالبان وژلي
رویداد خبري آژانس

ملي امنیت ځواکونو د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې ۱۶طالبان وژلي

دافغانستان د ملي امنیت د ٠٣ قطعې ځانګړو ځواکونو مسوولین وایي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې یې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ اړوند د سنګیسار په سیمه کې عملیات تر سره کړي چې په نتیجه کې یې ٢٤ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادو ځواکونو لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغو عملیاتو پر مهال د طالبانو دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ تنه نور ټپیان دي.

د اعلامیې له مخې، د یادو عملیاتو په ترڅ کې د یو مسجد په ګډون هغه یوولس کورونه چې وسله والو طالبانو په ماینونو پوښلي وو کشف او شنډ کړي دي.

د دوی په وینا، د وسله والو طالبانو یو میل پیکا او راکیټ هم په سیمه کې د افغان ځانګړو ځوکونو لاسته ورغلي دي.

اعلامیه کې زیاتوي، چې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو چاڼیز عملیات په ډېر شدت سره دوام لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...