Home » سیمه او نړی » محمد حمدي د لړمانو زهر خرڅوونکی چې اوس میلیونر دی
رویداد خبري آژانس

محمد حمدي د لړمانو زهر خرڅوونکی چې اوس میلیونر دی

د مصر اوسېدونکى ٢٥ کلن محمد حمدي د لړمانو زهر پلوري او همدا يې د رزق ګټلو لاره ګرځېدلي ده، چې اوس پکې ميليونر شوى دى.

محمد حمدي چې په لرغونپېژندنه کې يې زده کړې کړې دي، څو کاله مخکې يې د لړمانو د نيولو شوق راپېدا شو.

دغه ځوان به لړمانو او مارانو پسې د مصر دښتو او بنډو کې ګرځېده، هغه به يې نيول او بيا به يې د دې لړمانو څخه زهر راويستل، چې په بېلا بېلو درملو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

رویداد خبري آژانس

دا مصرى ٢٥ کلن ځوان په دې کم عمر کې خپل شرکت لري چې نوم يې ” قاهره وينم شرکت” دى، هغې سره په دې شرکت کې له ٨٠ زرو څخه زيات لړمان او ماران موجود دي، چې دا ترې زهر راوباسي او بيا يې د درمل جوړونکو شرکتونو باندې پلوري.

رویداد خبري آژانس

محمد حمدي د دې لړمانو او مارانو زهر د اروپا امريکا سترو شرکتونو ته ورکوي، چې ١ ګرام زهر ١٠ زره امريکايي ډالر بيه لري، چې شاوخوا ٧٥٠ زره افغانۍ کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...