Home » سپورټ » محمدوف؛امریکایي سیال ته له ماتې ورکولو وروسته له ازادو سیالیو سره یې مخه ښه وکړه
رویداد خبري آژانس

محمدوف؛امریکایي سیال ته له ماتې ورکولو وروسته له ازادو سیالیو سره یې مخه ښه وکړه

په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د ازادي مبارزې نړیوال اتل حبیب نورمحمدوف تېره شپه ناوخته د امریکايي سیال جاستین ګیجي په وړاندې ولوبېد، چې د لوبې په دویم پړاو کې یې خپل سیال ته ماته ورکړه.

دا لوبه په ابوظبۍ کې ترسره شوه.

تر بریا وروسته په خپل وزن کې د نړۍ اتل مسلمان روسی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په سجده پرېوت او په چیغو چیغو یې وژړل.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې په خپل ژوند کې له پلاره پرته یې لومړنۍ بریا وه.

حبیب زیاته کړه:«تر لوبې درې ورځې مخکې مي مور راته ویل له پلاره پرته لوبه مه کوه، خو ما ورته ژمنه ورکړه، چې دا لوبه به مي وروستۍ لوبه وي.»

د حبیب پلار څه موده وړاندې د کورونا ویروس له امله ومړ. پلار یې د هغه روزونکی او مشوره ورکونکی وو.

رویداد خبري آژانس

د حبیب نورمحمدوف پرونۍ لوبه ۲۹مه لوبه وه، چې پکې په ټولو لوبو کې یې بریا خپله کړه.

هغه تر یادې لوبې وروسته له ازادو سیالیو سره د مخې ښې اعلان وکړ.

حبیب وروسته له هغه په زیاته اندازه مشهوره شو، چې دوه کلونه مخکې یې بل سخت ایرلینډي سیال مک‌کرګور ته سخته ماته ورکړه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...