Home » افغانستان » محب: د امریکایي سرتیرو؛له وتلو وروسته طالبان د حکومت د نیولو نیت لري
رویداد خبري آژانس

محب: د امریکایي سرتیرو؛له وتلو وروسته طالبان د حکومت د نیولو نیت لري

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي؛ طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په زور واک ته د رسېدو نیت لري.

حمدالله محب په يوه مرکه کې ويلي، چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ونیسي.

نوموړي ویلي، چې که د سولې خبرې ناکامې شي، دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.

محب وايي تر دې دمه، چې روان حالت څاري، طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په دې فکر کې دي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی ته په زور د حکومت نیولو موکه تر لاسه شي خو دا غیر ممکنه ده.

‏د ملي امنیت سلاکار دغه راز وايي، چې د افغان ولس او افغانستان پر وړاندې یو ځل بیا د اتیاومو، کلونو تاریخ او بې نظمي به تکرار نشي او له ټولو ستونزو سره سره د نظام د تقویت لپاره کار کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...