متقاعد جنرال لوېډ اسټن پرون جمعه (د سلواغې ۳مه) د امریکا په سنا جرګه کې په ۹۲ موافقو رایو د ملي دفاع وزارت لپاره تایید شو.
یوازې دوو سناتورانو د لويډ اسټن مخالفت کړی.
لویډ اسټن چې له څلورو لسیزو زیاته کاري تجربه لري لومړنی تورپوستی امریکایي به وي چې دفاع وزارت پنټاګون مخته وړي.
ښاغلي اسټن د سنا جرګې تر تاییدي وروسته په خپل ټوېټرولیکل: “دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د اته ویشتم دفاع وزیر په توګه خپل هېواد ته خدمت وکړم، زه په دې خاص ویاړم چې لومړنی افریقایي – امریکایی یم چې په دې څوکۍ کار کوم.”
لویډ اسټن د ولسمشر جوبایډن له خوا په دفاع وزارت کې د ثبات راوستلو په هدف نوماند وزیر شوی و.
سنا جرګې همدا راز په پروني مجلس کې د خزانې وزارت نومانده جنت یالین هم تایید کړه.
دا به لومړنۍ ښځه وي چې د امریکا د خزانې وزارت مخته وړي.
په راتلونکو ورځو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوماند انتوني بلېنکین هم سنا جرګې ته د باور رایې د اخېستلو لپاره معرفي شي.