Home » سیمه او نړی » قزاقستان پر ځینو غیر حکومتي موسسو لګېدلي تورونه لغو کړل
رویداد خبري آژانس
د قزاقستان بیرغ

قزاقستان پر ځینو غیر حکومتي موسسو لګېدلي تورونه لغو کړل

د قزاقستان حکومت پر ځینو غیر حکومتي موسسو چې په دې هېواد کې د رسنیو، بشري حقونو او انتخاباتو پر چارو څار کوي لګېدلي تورونه لغو کړل.

حکومت دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دې پرېکړې پر وړاندې په هېواد کې دننه او بهر اعتراضونه وشول.

د شپږو غیر حکومتي موسسو استازو پرون د فبروري په څلورمه وویل، پر دوی واړه لګېدلي تورونه بېرته اخېستل شوي او هغه پرېکړه چې باید فعالیت یې بند شي او حکومت ته جریمه ورکړي، لغو شوې ده.

په دې ټولنو کې د قزاقستان د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت نړیواله بیورو هم شامله ده.

د دې ټولنې مشر ایفګیني ژوفتیس پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې حکومت خپله دا پرېکړه احتمالاً د کورني او نړیوال فشار په نتیجه کې بېرته اخېستې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...